امنیت

نولس تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٣
د هيواد امنيتي ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو د ترسره کولو په بهيرکې ١٩تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د ميدان وردګو، هلمند، سرپل، کندز، فارياب او د جوزجان د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ١٩ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شوي او د دغې ډلې يو بل غړى د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل او يو زرو اووه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د کابل او فارياب د ولايتونو په مربوطاتوکې درې ماينونه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته