ښوونه او روزنه

دابو الفتح دښوونځي زده کوونکي لوست ته حاضر شول

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
دهغه ښوونځي  په سلګونو تنه زده کوونکي نجونې چې وسله والو طالبانو په هلمند کې اور ورته واچاوه نن لوست ته حاضر شول .
په ګرشک ولسوالۍ کې  دابوالفتح دنجونو ښوونځي ته  دچهارشنبې په شپه ديوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا اور واچول شو .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې ددغه ښوونځي دودانۍ يوه برخه له سندونو اوکتابونو او په تيره بيا له څو ټوکو قرانکريم او اسلامي کتابونوسره سوځيدلې ده .
نن دنجونو ددغه  ښوونځي  په سلګونو تنه زده کوونکي خپل لوست ته ستانه شول .  يوې زده کوونکې باختر اژانس  ته وويل ، موږ غواړوچې علم زده کړو او دعلم اوپوهې  په ترلاسه کولو سره راتلونکي افغانستان جوړ کړو او له طالبانو څخه کومه ويره نه لرو .
په همدې حال کې دهلمند والي محمد نعيم وايي چې په ډير  لنډ وخت کې به ددولت او دمرستندويو مرکزونو په مرسته ددغه ښوونحي سوځيدلي ودانۍ بيا جوړه  کړو .
دهلمند والي دعلم او پوهې دزده کړې لپاره ددغه ښوونحي دزده کوونکو نجونو دعزم  او هوډ هرکلي  وکړ اوله ټولو کورنيو څخه يې وغوښتل چې خپل بچيان  ښوونحي ته واستوي .
په رارسيدلو خبرونوکې  ويل شوي  دي ځينې زده کوونکي  چې درسي ټولګي يې دوسله والوطالبانو دبريد له امله له منځه  تللي دي اوس تر خيمو لاندې اويا ددغه  ښوونځي په پرانستي فضا کې په زده کړه بوخت دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته