سیاست

د مشرانو جرګې منشي او دنورو کمیسیونونواداري پلاوي وټاکل شول.

کابل باختر د کب اوولسمه
د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په ټاکنوکې د مجلس منشي او د پاتی کمیسیونونواداري پلاوي وټاکل شول.
دغونډی په پیل کې د مجلس درېو غړو استاد محمدطيب عطا، نجيبې حسيني او ګل محمد رسولي د مشرانو جرګې د منشي څوکۍ د ترلاسه کولو په موخه ځانونه نوماند کړل،چې په پايله کې د کنړ ولايت منتخب سناتور استاد محمدطيب عطا د درې دېرشو رايو په ترلاسه کولو سره د یادې جرګې د منشي په توګه وټاکل شو.
د غونډی په بله برخه کي د علني انتخاباتو په ترڅ کې عبدالطيف نهضتيار د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو کمېسيون درئيس،ليلما احمدي دمرستيالي او مير بهادر شاه واصفي د منشي اوډاکټر محمداجان منګل د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو د کمېسيون د رئيس او مېرمن روشن آرا الکوزۍ د مرستيالې په توګه انتخاب شول.
په همدي توګه غونډی د سري ټاکنوپه بهیر کې چي دهر کمیسیون انتخابات په بیلابیل ډول ترسره شول د رایي شمیرنو په پایلو کي حاجی محمد حنيف حنفي د شکايتونو د اورېدو کمېسيون درئيس، ګل احمد اعظمي د مرستيال او ولي شاه نايب زاده دمنشي ،حاجی لطف الله بابا د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون درئيس، ګلالۍ اکبري د مرستيالې او محمد رحيم حسن يار د منشي،محمد هاشم الکوزي د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون د رئيس، محمد افضل شامل دمرستيال او رڼا ترين دمنشی،نثار احمد حارس د شهیدانواو معلولینوچارو،عامه هوساينې، طبيعي منابعو او چاپيريال ساتنې کمېسيون د رئيس او مېرمن طيبه زاهدي د مرستيالې اوحاجي صالح محمد لالا ګل د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون د رئيس او محمد عظيم قوياش يی د مرستيال په توګه وټاکل شول.
فضل هادی مسلم یارد کمیسیونونو داداری پلاویو له ټاکلو وروسته،د کمیسیونونو نویو مشرتابه ته د مبارکیوترڅنګ هیله څرګنده کړه چی دمشرانوجرګي کمیسیونونه به په روان کال کی په خپلو دندو کي لا بر یالیتوبونه تر لاسه کړی.
دغه راز د مشرانوجرګي رئيس فضل هادي مسلم يار د يو شمېر سناتورانو په ملګرتیا نن منتخب اداري پلاوی لومړی نایب محمد علم ايزديار ، دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي ، دمجلس منشي استاد محمدطيب عطا او دمنشی نایب ډاکټر فيصل سميع خپلو دفترونو ته ور وپیژندل او په ورسپارل شويو چارو کې يې د دوي د لا زياتو برياليتوبونو هيله وکړه چی په مقابل کي د اداري هیئت غړو هر یوه په خپل وار دمشرانو جرګې د غړو له ملاتړ او اعتماد څخه مننه څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې اړوندې دندې به د هېواد داساسي قانون او د مشرانو جرګې د کورنيو دندو د اصولو په رڼا کي په بشپړیووالي ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته