امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول .

– کابل باختر د کب  نهمه :
په بغلان ولايت کې دنويد ٣١ عملياتوپه دوام  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان پاسوال نور حبيب  ګلبهاري دباختراژانس  خبريال ته وويل :دنويد ٣١ عمليات چې پرون پيل شوي دي تراوسه پورې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او پنځه تنه نور  سخت ټپيان شوي دي
د٢ ٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جنرال مومند  کټوازى چې د ډنډ غوري دجګړې  مشري  کوله وايي چې دغه عمليات دبغلان ولايت دخلکو او دولايتي شورا دغړو په غوښتنه پيل شوي دي .
ده زياته کړه چې دډنډ غوري له تصفيه کولو وروسته به دوى دغه عمليات دغه راز دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددهنه غوري ولسوالۍ دبيرته نيولوپه خاطر  دوام ورکړي . تر څو دوسله والو طالبانو ټول ځالې له منځه لاړ شي .
داپه داسې حال کې ده چې  ددهنه غوري ولسوالۍ اوسيدونکي په خپلو سيمو کې دطالبانو له ظلم  څخه شکايت درلود او ددغې ولسوالۍ دبيرته نيولو په خاطر له دولت څخه دعملياتودترسره کولو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته