نړۍ

په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په يوه مرکز راکټي بريد

پيښور – دان – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
په داسې حال کې چې د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې د پاکستاني پوځيانو عمليات دوام لري؛ ددغه هيواد څه ناڅه درې تنه امنيتي پرسونل د اسپينو ام په نامه ناحيه کې په يو مرکز د مليشو د بريد له امله ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د پاکستان د ډان د خبري سايت د خبرله مخې: د اسپينو ام د امنيتي ځواکونو په مرکز د لسګونو توغنديو د توغولو له امله د مالي تاوان سبب هم شوي دي.
د پاکستان امنيتي خبرځايونو تاييدکړې ده چې يو توغندى په دغه مرکز ولګيد چې له امله يې درې تنه امنيتي پرسونل ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دغبرګولي دمياشتې په ٢٥ نيټه په شمالي وزيرستان د پاکستاني پوځيانو د عملياتو دپيل څخه تراوسه پورې ٩١٠ تنه مليشه طالبان او د پاکستان ٨٢ تنه ځواکونه وژل شوي دي، خو دغه شمېر د خپلواکو خبرځايونو له خوا نه دى تاييد شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته