فرهنګ

د بامیانو د فرهنګي میراثونو ساحې پاکې شوې

کابل / د زمري ٥مه / باختر په بامیانو کې د نړۍ د فرهنګي میراثونو ساحې نن په عمومي اشر کې له کثافاتو څخه پاکې شوې. د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه اشر “ودا” موسسې د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ په “بودا” ساحه کې ترسره کړ. د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او توریزم آمر اسحاق عزیزي چې په دغه اشر کې ونډه لرله، وویل چې اشر په خپله سیلانیانو او د بامیانو اوسېدونکو ته یو سراسري پیغام دی او دغه پیغام دا څرګندوي چې د فرهنګي میراثونو د ساحو ساتنه او پاکول نه یواځې د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سیمه ییزحکومت او د اړوندو ادارو مسوولیت دی؛ بلکې هر افغان او سیلانیان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او پاکولو په وړاندې مسوولیت لري. هغه د بامیانو له اوسېدونکو، سیلانیانو او ځوانانو څخه وغوښتل چې د بامیانو د فرهنګي میراثونو په پاکولو کې، له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره همکاري وکړي او خپل ښاري مسوولیت ادا کړي. د دغه اشر په بهير کې له “صلصال” بودايي سمڅې څخه تر “شهمامې” بودا پورې کثافات راټول کړاى شول او يادې ساحې پاکې شوې. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته