کابلباختردسلواغې دمياشتې ١٠ :
د ننګرهار ولايت د پچيراواګام ولسوالۍ د پوليسو په قوماندانۍ دځانمرګي بريد له امله دوه تنه امنيتي مامورين ووژل شول .
دغه پيښه نن سهار د اتو بجو په شاوخواکې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکو بارخپل موټرددغې پوځي قرارګاه ددروازې په وړاندې وچاوه .
د ننګرهارولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل چې په دې ځانمرګى بريدکې دوه تنه پوليسان ووژل شول .
ويل کيږي په دې پيښه کې د ځانمرګى يرغلګر بدن ټوټې ټوټې شوى دى او د پيژندنې وړ نه دى .
له بلې خوا عيني شاهدان وايي چې په دې ځانمرګى بريدکې د پچيراواګام ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د انګړ ديوال او د تاسيساتو يوه برخه هم ويجاړه شوې ده.
0 1 دقیقه لوستل