-کابل/ دکب ٢٢مه / باختر :
د افغانستان د پوهنتونونو استادانو د اتحاديې مشرتابه هيئت د هېواد له سياسي مشرانو څخه غوښتنه کوي چې په هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره له ترلاسه شوي فرصت څخه استفاده وکړي.
د دغې اتحاديې په ليک کې چې نن باختراژانس ته رسيدلى دى، ويل شوي چې زموږ هېواد او خلک په تېرو څلورو لسيزو کې دکورنيو جګړو له امله د ځاني او د زياتو مالي تاوانونو تر څنګ د علم او پرمختګ له کاروان څخه زيات وروسته پاتې دي.
د افغانستان د پوهنتونونو استادانو داتحاديې مشرتابه د هېواد له سياستوالو څخه غوښتي دي چې د هېواد په اوسنيو حساسو شرايطو کې ملي ګټو ته فکر وکړي او په دې لاره کې د سولې د ټينګښت په خاطر د نظر يو والى رامنځته کړي او په هغه څه چې سوله او خير او زموږ د هېواد او خلکو ګټه پکې نغښتې ده، ترسره کړي.
دغې اتحاديې د سولې او له طالبانو سره دخبرو په برخه او په دې لاره کې د منځګړيتوب لپاره د همکارۍ په خاطر خپل تيارى څرګند کړى دى.
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل