خبرونهامنیت

په څلورو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۴ تنه نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د هېواد په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۱۴ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو د وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۴ تنه د ځورونو او غلاوو په تړاو په تخار، لغمان، هلمند او روزګان ولایتونو کې نیولي دي.

یاد وزات زیاته کړې چې له دې ډلې یې اووه تنه د ځورونو په تړاو تخار کې، ۳ تنه د غلا په تور لغمان کې او دوه تنه د غلا په تړاو په هلمند او دوه تنه نور په روزګان ولایتونو کې نیول شوي دي.

سرچینې همدارنګه ویلي چې په بدخشان کې یو وسله وال غل پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی او د ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو په پنجشېر، روزګان او پکتیکا ولایتونو کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي او ضبط کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته