امنیت

په شاه ولي کوټ ولسوالي کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واوښته

قندهار باختر د لړم د میاشتې ۶ مه
د قندهار ولایت په شاه وليکوټ ولسوالي کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته
د قندهار د امنيې قومنداني ویاند ضيا‌ء دراني د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې وسله والو مخالفینو پلان درلود،څو په شاه ولیکوټ ولسوالي کې امنيتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.
د دراني په وينا پوليسو د کشفي راپورونو په اساس وکولای شول چې مخکې، له مخکې د وسله والو طالبانو پلان شنډ کړي او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
هغه وویل چې په دغه نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې،خو د کره شېرو په اړه يې دقيق معلومات نشته.
د سرچينې په وينا دغه راز  د غورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم پولیسو هغه اووه ماینونه له منځه وړي، چې وسله والو طالبانو د عامه لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته