امنیت

په جوزجان کې په يوې امنيتي پوستې د طالبانو مرګانى بريد.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
په جوزجان ولايت کې د طالبانو دکمين له امله درې تنه پوليسان شهيدان او څلور تنه اسيران شول. دجوزجن ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالمنان رووفي دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه پيښه دخماب په ولسوالۍ کې چې له ترکمنستان او ازبکستان سره ګډه پوله لري رامنځته شوې ده .
رووفي زياته کړه درې تنه پوليسان هغه وخت شهيدان شول چې په کابل بانک کې دخپلو معاشونو دترلاسه کولو لپاره دولايت له مرکز څخه دغه ځاى ته تللى و او د ستنيدو په وخت کې د طالبانو په کمين کې لتاړ شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل : دڅلورو تنو تښتول شويو طالبانو برخليک لاتراوسه پورې څرګند نه دى خو په دې باب تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته