کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
د ملي پيوستون د پروګرام درې تنه کارکوونکي پرون مازيګر د ارزګان ولايت په واټ کې د ماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
د ارزګان دوالي ويندوى عبدالله همت باختر آژانس ته وويل : ماين هغه وخت وچاوديد چې دغه کار کوونکي دارزګان ولايت د دهراو ولسوالۍ د دهزګ په ساحه کې ديو استنادى ديوال په جوړول بوخت وو .
په دې پيښه کې دملي پيوستون د پروګرام درې واړه کارکوونکي شهيدان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل : دا لومړى ځل نه دى چې دملي پيوستون کارکوونکي دماين دچاودنې قرباني کيږي مخکې له دې هم ددغه پروګرام اووه تنه کارکوونکي په هرات ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا شهيدان شوي وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ