کابل باختر د ثور څلورمه :
د کندز _ تالقانو لويه لاره نن سهار د ترافيکي وسايطو او د لارويانو پرمخ بيا پرانستل شوه .
دغه لويه لاره د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې بيا پرانستل شوه .
په دغو عملياتوکې دغه راز اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول
د کندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدقسيم جنګل باغ د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتوکې چې د دشت ارچي ولسوالۍ د نوآباد او تاجک د کليو په سيموکې پيل شوي و؛ د طالبانو د مشهور قوماندان ملا سلام په ګډون شپږ تنه قوماندانان ووژل شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ