فرهنګ

چين دفرهنګي څيړنو په برخو کې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري کوي .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  نن  په کابل کې دچين له سفير سره  په کتنه کې ، دفرهنګي څيړنو په برخو کې  ددغه هېواد  دهمکاري په باره کې   خبرې وکړې .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  ددې تر څنګ چې  دچين سفير په فرهنګي برخو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره  ددغه هېواد داړيکو  دپراختيا  ډاډ ورکړ په فرهنګي او ټولنيزو برخو کې  دګډو  څيړنو دپراختيا او د علمي او څيړنيزو غونډو  دجوړولو په باره کې هم  خبرې وشوې .
دچين دولسي جمهوريت سفير  څرګنده کړه چې دافغانستان او چين ترمنځ  دسرحدي ساحو له سروې وروسته په دغو ساحو کې  دټولنيز او تعليمي انکشاف  زمينې او امکانات  برابروي او په نږدې راتلونکې کې به  په همدې موخه  دبدخشان ولايت ته سفر هم  ولري .
  دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  په بيلابيلو برخو په تيره بيا  په فرهنګي برخه کې  دچين دولسي جمهوريت  دهمکاريو له امله  قدرداني وکړه او  د لرغونپوهنې د څيړنو په برخه کې يې  دهغوى دزياتو همکاريو  غوښتنه وکړه .  او دچين سفير ته يې  بلنه ورکړه چې دوريښمودلارې او تصوف په نړيوالو سيمينارونو کې چې په نږدې راتلونکې کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا  جوړيږي  ، ګډون وکړي .
  دغه راز  ددغې کتنې په پاى کې  دچين دنړيوالې راډيو دپښتو ژبې دبرخې  مسوول  دپښتو ژبې  تر عنوان لاندې يو کتاب  چې ددغه هېواد  دپښتو ژبې دماهرانو له خوا  تاليف شوى دى  ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته ورکړ .
  ختم- ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته