امنیت

دملي اردو منسوبينو ددښمن وسلې ترلاسه کړې.

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه :

دملي اردو دمنسوبينو دامنيتي دندو په بهيرکې  يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه او درې ماينونه کشف اوشنډکړي دي.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ ، دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ  دبغلان ولايت  دپلخمري ښار اودهلمندولايت په مربوطاتو کې  دملي اردو منسوبينو دامنيتي دندو په بهيرکې  په چاوديدونکو توکوباريوسراچه موټر له يوې اندازې سپکو اودرندو وسلو او مهماتو سره ترلاسه کړل .

دغه راز دفراه ولايت  دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو ګې  دامنيتي دندو په بهيرکې درې ماينونه  کشف اوشنډکړي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته