سیاست

د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي مرستيال له محمدکريم خليلي سره وکتل

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
دملګروملتو د سازمان د سرمنشي مرستيال او د سولې ساتنې په ډيپارتمنت کې دعملياتو د دفتر رييس ادموندمولت نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ:
لومړۍ د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي مرستيال کابل ته دخپل سفرهدف  د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د بهيرڅيړنه او د افغانستان په راتلوونکي کې د ملګروملتو د سازمان د رول د څرنګوالى په باب خبرې وبللې او څرګنده يې کړه چې دملګروملتوسازمان هڅه او هاند کوي چې په سياسي، امنيتي، اقتصادي او پرمختيايي ساحوکې د پخوا په شان د افغانستان له دولت اوخلکوسره همکاري وکړي.
ده په هيوادکې دامنيتي مسووليتونو دمنلو لپاره دافغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا او سمبالول ارزښتناک وبلل، څرگنده يې کړه چې له نيکه مرغه اوسنى افغانستان په بېلابېلو برخوکې له څوکاله مخکې افغانستان سره د پرتلې وړ نه دى او د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د دولت متقابلې همکاري به د تيرو لسوکلونو د برياليتوبونو په ساتنې باندې تکيه ولري.
ده هغو بدلونونو ته په اشارې سره چې په تيروکلونوکې په افغانستان کې رامنځته شوي دي؛ ټينګار وکړ چې دملګروملتو سازمان هلې ځلې کوي چې د افغانستان په راتلوونکي کې خپل رول ددغه هيواد دخلکو له اساسي لومړيتوبونوسره سم، تعريف کړي او د شفافو او سراسري انتخاباتو د ترسره کولو، د سولې د بهير او پرمختياپه ګډون، په بېلابېلوبرخم کې خپلې همکاري ته دپخوا په شان دوام ورکړي.
وروسته د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په تيرووختوکې دملګروملتو دسازمان دهمکاريو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې څرگنده کړه چې دافغانستان د دولت په نظر د افغانستان په دولت اوملت پورې په اړوندو برخوکې د همکارۍ  او همغږۍ لپاره ددغه سازمان رول او دريځ ارزښتناک دى اوهيله لرم چې دغه رول له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم لاپسې جوت شي.
د جمهور رييس مرستيال په تيروکلونوکې دجمهوري رياست او د ملي شورا د انتخاباتو ترسره کول، د ملي شورا له خوا د زمانې له اړتياوسره سم، د اساسي قانون او د نورو قوانينو تصويب، په بېلابېلو برخوکې د مدني ټولنې فعاليت او د بيان آزادى ته درناوى له سترو او ارزښتناکو برياليتوبونو څخه وبلل چې په تيرو کلونوکې دافغانستان خلکو د نړيوالې ټولنې په همکارى ترلاسه کړي دي.
ده د افغانستان لپاره دملګروملتو د سازمان له محوريت سره د نړيوالې ټولنې  همکاريوته په اشارې سره په هيوادکې دنويو ارزښتونو په ساتنې باندې ټينګار وکړ او څرگنده يې کړه چې د افغانستان دولت د امنيتي مسووليتونو په ليږدونې او په  ٢٠١٤ کال کې د جمهوري رياست د انتخاباتو په ترسره کولو هوډمن دى اوهيله کيږي چې زموږ نړيوال همکاران هم له  ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان دخلکو په وړاندې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي .
دغه راز د جمهور رييس مرستيال د سولې بهير يوه ملي اړتيا وبلله او د دولت  له خوا په ټاکلې تګلوري کې ددغه بهير په پرمختګ باندې دټينګارپه ترڅ کې  څرگنده کړه چې د سولې په بهيرټينګارپه افغانستان کې د تيرو لسوکلونو د ارزښتونو اوبرياليتوبونو د قرباني کولو مانا نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته