سیاست

دانتخاباتي کليزې په ډير ژر اعلام دجمهور رييس دمرستيال ټينګار

کابل باختر دليندى څليرويشتمه :
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  دځانګړې استازي سياسي مرستيال او دانتخاباتي اصلاحاتو دخاص کميسيون غړي ددغه کميسيون درييس  شاه سلطان  عاکفي په ملګرتيا نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال قانونپوه  سروردانش سره وکتل او دعلاقې وړ موضوعګانو په باب يې ورسره خبرې وکړې .
دجمهور رييس مرستيال په انتخاباتي اصلاحاتو اودانتخاباتوپه بهير او په راتلوونکې کال کې دپارلماني انتخاباتو په ترسره کولو تينګار وکړ او ويې ويل دانتخابات دوخت  ټاکنه او په راتلوونکې کال کې دپارلماني انتخاباتو ترسره کول په افغانستان کې دټيکاو  او ثبات له تامينولو سره مرسته کوي .
قانونپوه سروردانش دانتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې دانتخاباتو دشفافيت  تامينول  او سراسري او عادلانه  انتخابات دانتخاباتي اصلاحاتو په بهير کې دافغانستان دخلکو اوحکومت اصلي غوښتنې وبللې اوزياته يې کړه دملي وحدت دحکومت په مشرتابه کې دانتخاباتي  اصلاحاتو دخاص کميسيون دکار دپرمختګ په برخه کې دنظر هيڅ راز اختلاف شتون نه لري او  داهېله شته چې انتخاباتي کميټې کار هم ډير ژر پيل شي
دجمهور رييس مرستيال دانتخاباتي  اصلاحاتو له خاص کميسيون سره دهمکارۍ په برخه کې دملګروملتو دسازمان دنمايندګى  رول او په دغه کميسيون کې ديوناما دسياسي مرستيال رول هم وستايل .
په دې کتنه کې ديوناما سياسي مرستيال چې دانتخاباتي اصلاحاتو دخاص کميسيون کتوونکى غړى هم دى ډاډ ورکړ چې نړيواله ټولنه او دافغانستان نړيوال همکاران به دزماني شرايطو په پام کې نيولو سره دانتخاباتي اصلاحاتو لپاره ټاکلو موخو ته درسيدو په لاره کې  ددغه هېواد له دولت اوخلکو سره مرسته وکړي .
ده دغه راز وويل چې ددغه کميسيون ددويم پيشنهاد دبشپړولو  لپاره هڅې دوام  لري او هلې ځلې کيږي چې دکميسيون دويم پيشنهاد په ټاکلي وخت کې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته