سیاست

د وزيرانوشورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٧ :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت   جمهوررييس حامدکرزي په مشرۍ د وزيرانو
شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې د جمهوري رياست دارګ دګلخانې په
ماڼۍ کې  جوړه شوه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارلانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
لومړى دعدليې وزير  دپيسو  دپاکولو دمخنيوي اوله هغو جرمونو څخه درامنځته شويو عوايدو دقانون  دطرحې په اړوند چې داساسي قانون دحکمونو له په پام کې نيولو سره  او د  وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال   دمرغومي دمياشتې دشپاړلسمې نيټې  دغونډې له يادونې سره  سم  ددغه وزارت دقانون جوړولو  اودعلمې  _ حقوقي تحقيقاتو دچارو په انسټيټوټ کې بيا څيړل شوې  او تصحيح شوې ده ، غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه  :
دوزيرانو شورا  دمصوبې له لارښوونو سره سم ، دعدليې وزارت  او اړوندو ارګانونو  دمماثلو هېوادونو  له تجربو او قوانينو څخه په  استفادې سره  او دهيواد داساسي قانون په رڼا کې  دپيسو دپاکولو  دمخنيوي  اوله جرمونو څخه درامنځته شويو عوايدو دقانون په طرحه کې بيا څيړنه  کړې او يو لړ اصلاحات يې رامنځته کړي دي  چې په هغو کې  له نورو بانکي او مالي قوانينو پورې دځينو اړوندو اصلاحاتو دحذف ، په مجازي بانکونو پورې داړوندو حکمونو، نړيوالو اړيکو ، دسترو سياسي  اشخاصو  اودکشفي چلندونو  داحالې  او دمالي استخباراتو دواحد او دجزائي اجرااتو او دتورنو  کسانو او محکومينو داسترداد قوانينو ته  دمماثلو مراجعو ترمنځ دمعلوماتو دتبادلې په برخه کې دتفاهم ليک دلاسليک يادونه وکړه .
دوزيرانو شورا  له مفصلو خبرو وروسته پريکړه وکړه  چې دپيسو دپاکولو دمخنيوي  اوله  جرمونو څخه درامنځته شويو عوايد دقانون طرحه دې دزياتې بډاينې په  خاطر  دغونډې ديادونو په پام کې نيولو سره تصحيح او دوزيران شورا  راتلوونکو غونډو ته دې وړاندې شي  .
وروسته دلوړو زده کړو وزير ددولتي او  ګروپي بورسونو په شرايطو برابر د١٣٩١_  ١٣٩٢  کال دکانديدانو دانتخاب دطرزالعمل ضميمه  او دليسانس په سويه  دهندوستان هيواد له خوا  له شپږ سوه   ورکړاى شويو بورسونو څخه داستفادې دڅرنګوالي په باب ددغه وزارت طرحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ويل :
ددولتي او ګروپي بورسونو په شرايطو برابر د ١٣٩١_ ١٣٩٢ کال دکانديدانو دانتخاب  دطرزالعمل ضميمه  دغوره سالارۍ داصل ، دبهير دشفافيت  او دسراسري کانکور دآزموينې له لارې  په دولتي او ګروپي بورسونو دهېواد دولايتونو دعادلانه  لاسبري دتامينولو په لاره کې  په څلورو مادو کې  اوله بله پلوه
دهندوستان له خوا  دڅه دپاسه  شپږ سوه ورکړاى شويو ګروپي بورسونو دضايع کيدو دمخنيوي په لاره کې چې ضرب الااجل لري ، په استثنايي ډول د١٣٩٢ کال لپاره مشخصه طرحه برابره شوې ده .
ددغې طرحې له مخې  دليسانس په سويه  دهندوستان  هېواد له ګروپي بورسونو څخه داستفادې دلومړيتوب حق  هغو کانديدانو ته چې منظوري يې  دهندوستان له هيواد څخه نه ده رارسيدلې او د ١٣٩١_ ١٣٩٢ کال په شرايطو برابر  دګروپي بورسونو هغو کانديدان  چې منظوري  يې  له نورو هېوادونو څخه نه ده رارسيدلې  ورکړاى شي  اوپه هغه صورت کې  چې  دکانديدانو ټول شمير  دورکړاى شويو بورسونو له شمير څخه کم وي  نور کانديدان به داړوندو ولايتونو دونډې په پام  کې نيولو سره  د ١٣٩١ _   ١٣٩٢ کال  دکانکور له نتيجو څخه  پنځه  پنځه تنه له اول نمره څخه تر پنځم عمومي نمرې پورې دولايتونو په کچه دوزيرانو شورا د١٣٩٢ کال  دتلې دمياشتې  داوولسمې نيټي دمصوبې له مخې معرفي شي .
دوزيرانو شورا له خبرو وروسته  ددولتي او ګروپي بورسونو په شرايطو برابر د ١٣٩١_١٣٩٢ کال دکانديدانو دانتخاب دطرزالعمل ضميمه  او دهندوستان هيواد له ګروپي بورسونو څخه د استفادې په   باب ددغه   وزارت پيشنهادي
طرحه تائيد کړه او دلوړو زده کړو وزارت يې موظف کړ چې ددولتي  او  ګروپي  بورسونو په ويش کې دې  دکمنو پرمختللو او  کم شمير وګړو لرونکو ولايتونو په مقابل کې دبيطرفۍ  او د رافت  اصل په پام کې ونيول شي او اجراات وکړي .
دوزيرانو شورا دغونډې دکار په دوام  دماليې وزير  دپانګې اچونې  دهڅونې  دپاليسۍ  او دهغې دتطبيق دبهير په باب دافغانستان دحکومت  او دخصوصي سکتور دګډ کنفرانس  دوړانديزونو په باب غونډې ته مفصل توضيحات ورکړل او زياته يې کړه :
ددغه کنفرانس برخه والو  دروان کال  دسلواغې دمياشتې په ٦ نيټه  دليږدونې  په  دوره کې  دپانګې اچونې  دهڅونې  دپاليسي دنتيجو له څيړنې وروسته  ددغې پاليسې دبډاينې اودهغې دمفادو  دتطبيق لپاره  دکانونو اوپطروليم ، دپيسو دپاکولودمخنيوي  او له جرمونو څخه درامنځته شويو عوايدو ، دتروريزم دتمويل
دمخنيوي ، دعسکري جامو اوبوټانو په برخو کې دتوليدي فابريکو  ديو کنسرسيوم دجوړولو ، معياري درملو ، دليږدونې په دوره کې دپانګې اچونې دهڅونې په پاليسۍ کې دروغتيا دسکتور  دشموليت ، دهيواد له توليداتو څخه داستفادې  په لومړيتوب ورکولو ، په صنعتي پارکونو کې دځمکې دويش ، له متشبثو ښځو سره دملاتړ لپاره  دتشويقي پاليسۍ  دطرحه کولو ، دصنعتي پرمختيا بانک دبيا جوړولو ، دپانګې اچونې دجواز داعتبار دمودې دزياتوالي ، دکورنيو اوبهرنيو شرکتونو دالوتنو دانډول دپيداکولو  اود دهوايي چلنددکورنيو
شرکتونو دملاتړ ، دقوانينو دپړاونو دبشپړولو په اړوند  په ١٤ مادو کې مشخص پيشنهادونه وړاندې کړل .
دوزيرانو شورا  له هر اړخيزو خبر وروسته ددغه کنفرانس وړانديزونه په اصولو کې تائيد کړل او داقتصاد اوماليې  وزارتونو ته يې دنده وسپارله   هغه موضوعګانې  چې زياتو خبرو ته اړتيا لري داقتصادي عالي شورا  يوې غونډې ته وړاندې کړي.
دغونډې په پاى کې   دبدخشان ولايت  دکران اومنجان ولسوالۍ  دلاجوردو دکان  دپيښې په ا ړوند دموظف هيت رپوټ  دوزيرانو شورا له  خوا وڅيړل شو اوپريکړه وشوه چې دکورنيو چارو او دکانونو اوپطروليم وزارتونه او دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره دې دغه رپوټ مطالعه کړي  اوپه دې باب دې دغونډې له يادونو سره سم  اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته