امنیت

يوه اندازه مهمات دقندهارولايت په ميوند ولسوالۍ کې کشف شول .

کابل باختر د مرغومي پنځلسمه :
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دعملياتوپه بهير کې  يوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
  په تيرو څليرويشتو ساعتونوکې دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دلونګين بابا دکلي په ساحه کې دمحاربوي عملياتوپه بهير کې يوه اندازه مهمات ، چاوديدونکي توکي او وسايل  چې په چاودنوکې  ورڅخه استفاده کيده ترلاشه شوي دي
ديوبل خبرله مخې دبلخ ولايت دچاربولک  او چمتال  د ولسواليو په مربوطاتو کې دعملياتو په بهير کې  لس ماينونه کشف اوشنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته