سیاست

دحج اواوقافونوى وزيردمحمدسروردانش له خوا اړوندو کارکوونکو ته وروپيژندل شو

کابل باختر د سلواغې  ديارلسمه :
دجمهور رييس دويم مرستيال قانونپوه  محمدسرور دانش  نن له غرمې وروسته دحج او اوقافو  نوى وزير  فيض محمد عثماني  ددغه وزارت کارکوونکو ته وروپيژاند.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ .
  په هغې غونډه کې  چې له همدې امله  جوړه شوې وه دجمهور رييس  مرستيال  دحج او اوقافو  دپخواني وزير دکړو وړو له امله دقدرداني په ترڅ کې  ددغه وزارت نوي وزير ته د برياليتوب هيله وکړه  او ويې ويل دجج  او اوقافو وزارت دافغانستان  داسلامي جمهوريت  ددولت يو ډير مهم  وزارت دى څکه دغه وزارت  دافغانستان دمسلمانو خلکو  دژوندانه د يوې ډيرې مهمې برخې  يعني دهغوى دديني  برخې مديريت کوي .
ده زياته کړه هغې بنسټپالنې  او تاوتريخوالي ته په پاملرنې سره  چې له امله يې  دافغانستان خلک  ځوريږي  دحج او اوقافو وزارت دنده ډيره درنده اوپه عين حال کې  ارزښتناکه  ده .
  قانونپوه سرور دانش  دغه راز دوقف مسئلې  ته اشاره وکړه او ويې ويل وقف يوه ډيره مهمه مسئله ده چې په نورو اسلامي  هيوادونو کې ځانګړي ځاى لري خو له بده مرغه  نن ورځ زموږ په هيواد کې کمه پاملرنه ورته کيږي .
ده هيله وکړه چې دحج اواوقافو وزارت نوى مشرتوب  وقف ته خاصه پاملرنه وکړي
دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل هغه دريمه  برخه چې د حج اواوقافو وزارت  يې په غاړه لري دحج او زيارت برخه ده  چې دافغانستان دخلکو له ژوندانه سره نږدې اړيکې لري .
ده د حج او زيارت په برخه کې هڅه او هاند ګټور وبلل او څرګنده يې کړه چې له نيکه مرغه  له څوکلونوراپديخوا زموږ دزيارت کوونکو ستونزې دهرکال په تيريدو سره کمې شوي دي او په تيره بيا په روان کال کې دوګړني رضايت کچه ډيره  لوړه وه چې لازمه ده دحج او اوقافو له پخواني وزير اودهغه له زيارکښو کارکوونکو او له هغو ټولو کسانو څخه مننه او قدرداني  وکړو چې دحج په بهير کې يې رول درلود .
  دغه راز په دې  غونډه کې دحج او اوقافو نوي وزير فيض محمدعثماني دجمهور رييس له مرستيال قانون پوه  سرور دانش څخه  مننه اوقدرداني وکړه او ويې ويل هغه ټول لومړيتوبونه چې د جمهور رييس له دويم مرستيال له خوا طرحه شول زموږپه کاري لومړيتوب کې به ځاى ولري او هلې ځلې  به وکړو چې په دغو برخو کې دافغانستان ددولت او خلکو هيلو ته مثبت ځواب ووايو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته