سیاست

جمهور رئیس غني قزاقستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته تير ماښام هېواد ته راستون شو

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ازبکستان جمهوررئیس له جمهوررئیس غني سره پرکتنې خوښي وښوده او د پخوانیو کتنو پر دوام یې دا کتنه د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د پراختیا لپاره ګټوره وبلله وې ویل، د افغانستان او ازبکستان تر منځ مناسبات او همکارۍ ښې شوي او دا اړیکې به همدغسې پراختیا ومومي.
هغه افغانستان او ازبکستان دوه دوست هېوادونه وبلل او زیاته کړه، موږ دوه وروڼه ملتونه یوو او زموږ اړیکې په بېسارې توګه په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې زیاتې شوي. د ازبکستان جمهوررئیس وویل، زموږ موخه له خلکو سره د خلکو د اړیکو تامین دی، تر څو د افغانستان خلک هوسا شي.
میرضیایف زیاته کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ زیاتې همکارۍ ته اړتیا ده، تر څو د سولې، امنیت، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې دپام وړ پرمختګونه وشي.
جمهور رئیس غني د ازبکستان د جمهور رئیس د مثبت لیدلوري مننه وکړه او دا کتنه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله اړیکو د پراختیا د زمینې برابرولو په توګه یاده کړه وې ویل: دواړه هېوادونه به د همکارۍ ګډو لیدلورو سره همدغسې مخته لاړ شي.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب خپلې نېکې هیلې د هغه هېواد جمهور رئیس ته څرګندې کړې او ازبکستان یې د افغانستان د دولت او خلکو ښه شریک او همکار وباله.
هغه له جمهوررئیس میرضیایف څخه افغانستان ته د هغه هېواد د استازي د انتصاب په خاطر چې د دواړو هېوادونو د مناسباتو پرپیاوړتیا به اغېز ولري مننه وکړه او څرګنده یې کړه، د ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خوشبینۍ زیاتې شوې دي.
جمهوررئیس ازبکستان د افغانستان ترانزیتي او سوداګریز شریک وباله او څرګنده یې کړه، دا اړیکې به د دواړو هېوادونو او د سیمې د خلکو د وضعیت پر ښه والي زیات اغېز ولري. هغه زیاته کړه، یاد هېواد ته د خپل راتلونکی سفر پرمهال به د ترانزیتي همکاریو په برخه کې مفصل بحثونه وکړي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ له اړیکو پرته د جدايی لپاره عامل وجود نه لري او دواړه هېوادونه به ګډو ګټو ته په پام په بېلابېلو برخو کې پرهمکاریو جدي تمرکز ولري. هغه څرګنده کړه، پر ترانزیټ په ځانګړي ډول د اورګاډي کرښه باندې به چې افغانستان، قزاقستان، ازبکستان او چین سره نښلوي زیات کار وشي او د مزارشریف – هرات د اورګاډي کرښه به چې د فارس خلیج هېوادونه سره نښلوي، د قوي ټرانزیټ زمینه برابره کړي. 
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: چین تیار دی چې خپل صادرات او واردات له افغانستان سره  د نښلول شویو اورګاډي کرښو له لارې ترسره کړي او همدارنګه د افغانستان د مرمر ډبرو د صادراتو لپاره به د مزارشریف – هرات اورګاډي کرښې له لارې اسانتیاوې برابرې شي، تر څو په راتلونکي کې د ټرانزیټ مسیر تر چابهار پورې پراخه شي.
جمهوررئیس غني وویل: موږ به د مزارشریف – هرات اورګاډي کرښې د تمویل لپاره بيلابيل انتخابونه وارزو او په دې برخه کې ګډې پانګونې ته لېواله یوو. هغه په دې اړه د ګډو بحثونو غوښتنه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، کنسرسیوم دې ایجاد شي، تر څو کارونه په ګډه وارزول شي او د ټرانزیټ په برخه کې عملي اقدامات وشي.
د ازبکستان جمهور رئیس څرګنده کړه، له بین المللي بنسټونو سره په همکارۍ کوښښ کېږي چې د اورګاډي کرښې د تمویل برخه کې زیات کار وشي، ځکه دا یوه سیمه ییزه پروژه ده.
د ازبکستان جمهوررئیس د سوداګرۍ په برخه کې د زیات کار په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه، هېواد یې تیار دی چې افغان سوداګرو ته په ترمذ کې سوداګریزې اسانتیاوې برابرې کړي چې کېدای شي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په پراختیا اغېز ولري.
هغه وویل، موږ د انرژۍ په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوو او له ازبکستان څخه پلخمري ته یې د مزو د غځولو غوښتنه او ټینګار وکړ چې په دې اړه ګډ کار ته اړتیا ده. د ازبکستان جمهوررئیس همدارنګه د تحصیلي همکاریو په اړه وویل، هېواد یې افغان محصلانو ته د تحصیل شرایط په هغه هېواد کې برابروي.
د ازبکستان جمهوررئیس وویل، د ازبکستان سوداګریزې شورا کار پیل کړی او د افغان سوداګرو د معرفي غوښتنه یې وکړه، تر څو د هغه هېواد د سوداګرۍ شورا سره په همغږۍ د سوداګریزې همکارۍ ډېرې لارې ولټوي.
هغه وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري د سیمې په ګټه ده او موږ تیار یوو چې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو، همدارنګه د افغانستان د سوداګریزو مالونو پر صادراتو به مالیه کمه شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، د هېواد سوداګرۍ او صنایعو خونې ته به دنده ورکړي چې د افغانستان د صادراتي اقلامو لېست ترتیب او د همکاري بيلابيلې لارې ولټوي. هغه همدارنګه څرګنده کړه، د افغان سوداګرو پلاوی به هغه هېواد ته سفر وکړي، تر څو مفصل بحثونه وشي.
همدارنګه جمهوررئیس غني له ازبکستان څخه تر پلخمري پورې د برېښنا دمزو د غځولو په اړه وویل، د افغانستان د انرژۍ سکتور به د افغانستان لپآره د ازبکستان ځانګړي استازي سره په همغږۍ کار وکړي تر څو په دې اړه لازم پرمختګونه برابر کړي.
د ازبکستان جمهور رئیس څرګنده کړه، هېواد یې لېواله دی چې د نساجۍ په برخه کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې یې د همکارۍ د لارو لټولو غوښتنه وکړه.
هغه په نږدې راتلونکي کې ازبکستان ته د جمهور رئیس غني د سفر تود هرکلی وکړ او هغه یې د دواړو هېوادونو د مناسباتو د پیاوړتیا په موخه بل ګام وباله وې ویل: موږ په ازبکستان کې ستاسو راتلو ته سترګې په لاره یوو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس قزاقستان ته له دوه ورځني رسمي سفر ورزسته تير ماښام بېرته هېواد ته راستون شو. # ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته