امنیت

په کابل کې چاودنه وشوه

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دکابل ښار دنهمې ناحيې  دبنايي په ساحه کې نن سهار چاودنه وشوه .
باخترآژانس ته په لومړنيو رارسيدلو خبرونوکې  ويل شوي دي  چې دغه چاودنه  په يوه کوچني بس موټر کې چې دولتي کارکوونکي يې ليږدول شوې ده .
عيني شاهدانو ويلي دي چې په دې چاودنه کې يوشمير کسانوته  مرګ ژوبله اوښتې ده .
دکابل  دامنيې قوماندانۍ  وياند بصير مجاهد له رسنيو سره  په خبرو کې دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل : چې يو ځانمرګى يرغلګرپه يو کاستر موټر چې  دپل پاچا له کوڅې  څخه عمومي واټ ته دداخليدو په حال کې و ، بريد وکړ .
ده دمرګ ژوبلې په باب  زيات جزئيات ورنه کړه خو ويې ويل  چې پوليس  په دې باب تحقيق  کوي او جزئيات وروسته خپريږي .
عيني شاهدانو وويل  چې درې تنه لارويان هم  دپيښې په سيمه کې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته