امنیت

پنځه ويشت وسله وال طالبان ووژل شول .

افغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف قوتونو پرون دهيواد دولايتونو په ځينو سيموکې په څو عملياتوکې پنځه ويشت وسله وال مخالفين وژلي درې تنه يې ټپيان کړې او درې تنه نور يي نيولي دي .

دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات دکندهار ، هلمند ، ارزګان او پکتيا دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي چې له امله يي دوسله والو طالبانو د دلې پنځه ويشت تنه غړي ووژل شوي درې تنه يي ټپيان او درې تنه نور يي نيول شوي دي .

ديادونې وړ ده په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپکې او درانده جنګي وسايل چې يوه داشکه و يوکلاشينکوف يوه مخابره دوه ماينونه ، يو لاسي بم پنځه پنځوس کيلوګرامه کرستال ډوله نشه يي توکي اولس موټرونه هم دافغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

دغه راز دملي پوليسو منسوبين پرون دوسايطو ضد دوو ماينونو ، داوو فشاري ماينونو و ديو بي ام يو توغندي چې ددولت دوسله والومخالفينو له خوا دکندهار ، ميدان وردکو او هلمند په ولايتونوکې دتروريستي او ورانکارو عملونو په مقصد ځاى پرځاى شوي وو په کشفولواو شنډولو بريالي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته