کابل / د وږي ۱۷ مه / باختر
د کاپیسا د نجراب ولسوالي مشهور قومندان محبوب چې په پنجشېر کې یې د اسلامي امارت پر ضد جګړه کوله، نن له ۱۰۰ کسانو سره یوځای اسلامي امارت ته تسلیم شوی دی.
د اسلامي امارت د دعوت ارشاد ولایتي مسوول جمال الدین مظهري د قومندان محبوب دغه کار ستایلی او تود هرکلی یې ورته ویلی دی.
ن/ر