سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

د احمدشاه بابا کور د ترمیم او بیارغاونې طرحه تصویب شوه

کابل/ د غبرګولي ۱۰مه / باختر

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا طرزالعمل وړاندې کړ چې د غونډې د غړو تر بحث وروسته تصویب شو.

ورپسې کابل ښاروالۍ د شهید احمدشاه مسعود او دارالامان واټونو مسیرونو د ښاري دهلېزونو د تطبیق طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

جمهوررئیس د غوندې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، په یادو سیمو کې د لازمو ښاري اسانتیاو برابرولو په موخه باید د هغو د تطبیق چارې چټکې شي.

غونډې یاده طرحه په پرنسیب کې تایید او څرګنده یې کړه چې د تطبیق په اړه دې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې او ملي پراختیایي شرکت سره مشوره وشي.

وروسته د اجنډا مطابق د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري غیر رسمي ملکیتونو چارو د تنظیم مقررې د ځینې مادو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې په پرنسیب کې تایید شوه.

همداراز د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د احمدشاه بابا کور د ترمیم او بیارغاونې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې غونډې تصویب کړه او جمهوررئیس لرغونو سیمو ته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پاملرنې په مننې په دې برخه کې د یاد وزارت وړاندیزونه تایید کړل.

د غونډې په پای کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د باچاخان بین المللي پوهنتون او د خوست په باغ صحرا دښته کې د یاد  ولایت د ښوونکو ښارګوټي د ایجاد طرحې وړاندې کړې.

جمهوررئیس د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، اړوند وزارتونه او ارګانونه دې په مشترکه توګه پر یادو موضوعاتو کار وکړي، چې واحده پایله ترلاسه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته