نړۍ

مسکو دافغانستان دسولې په خبرو کې ګډون نه کوي

مسکو ايرنا   باختر دکب دمياشتې١٥:
دافغانستان په چارو کې د روسيې دجمهوررييس  ځانګړي استازي اعلام وکړ  چې مسکو دافغانستان دسولې په خبرو کې دګډون ا مکان  نه څيړي.
دايرنا دخبرله مخې :  ضميرکابلوف  چې دروسيې دبهرنيو چارو وزارت دآسيا
ددويمې ادارې  مشرتوب په غاړه لري ، پرون  د روسياسګودنيا له خبري آژانس   سره په خبرو کې وويل :  چې روسيه به دافغانستان دمسئلو د حل کولـــولپاره  خبرو کې ګډون ونه کړي او دغه شان امکانات  نه څيړي.
ده په دې باب  ديوې پوښتنې په  ځواب کې  دافغانستان له  جمهوررييس  محمداشرف غني سره  په خپلې وروستۍ کتنه کې يې  په خبرو کې دروسيې د ګډون امکان وڅيړه ، زياته کړه :  چې دافغانستان دسولې په خبرو کې  دګډون  امکان نه څيړو .
دافغانستان په چارو کې دروسيې دجمهوررييس  ځانګړي استازي په همدې حال کې وويل :  چې مسکو دطالبانو غورځنګ دسولې دخبرو دپيلولو لپاره  هڅوي.
په همدې حال کې کابلوف له افغانستان سره دهمکاريو ددوام لپاره  دروسيې په تياري ټينګار وکړ .
دروسي رسنيو داطلاعاتوله  مخې : دافغانستان ددولت اودطالبانو دغورځنګ داستازو ترمنځ  دخبرو لومړى پړاو ښايي د روان ميلادي کال د مارچ د مياشتې  په لومړۍ نيمايي کې دپاکستان په پايتخت اسلام آباد کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته