کابل /دليندى ٢٦مه / باختر :
دکوماندو ځواکونو تېره شپه په کندز کې دعملياتوپه بهير کې دوسله والو طالبانو يوشمېر جنګي وسايل ترلاسه کړل .
دځانګړوعملياتو دقول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستانى باختر اژانس ته وويل : دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې دوسله والو طالبانو يوه ستره قرارګاه له منځه يوړل شوه او د دښمن يوشمېر جنګي وسايل ، درې سراچه موټرونه ، درې موټرسايکلونه اويوشمېر تبليغاتي پاڼې ترلاسه شوې .
په دغوعملياتو کې دسپکو اودرندو وسلو سلګونو ګولۍ ، شپږ سوه کيلوګرامه چاويدونکي توکي او په لسګونه ماينونه ترلاسه شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې تېره شپه دکندز په چاردرې ولسوالۍ کې يوولس وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى يوشمېر وسلې اومهمات له منځه يوړل شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل