کابل/ د مرغومي ٢مه/ باختر
د باميانو په پنجاب ولسوالۍ کې د څلورو ټولګټو پروژو کار بشپړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دغو پروژو کې د اوبو رسولو دوه شبکې، د لمريزې برېښنا د دستګاه درول او د مچيو د روزنې د کوپراتيف ودانۍ جوړول شامل دي چې نږدې دېرشو ميليونو افغانيو په ارزښت د باميانو په پنجاب ولسوالۍ کې د دغه ولايت د والي او د باميانو د نورو مسوولينو په وړاندې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ