امنیت

په ننګرهارکې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د ملي امنيت مامورينو نن سهار د جلال آباد ښار په څلورمه ناحيه بهسود ولسوالۍ کې دوه بمونه کشف او شنډ کړل.
دننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه بمونه نن سهار د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شوي دي. خوږياڼي زياته کړه: ډار اچوونکو غوښتل په ملکي وګړو مرګاني بريدونه وکړي؛ خو بريالي نه شول.
تر اوسه پورې د دغې ناکام بمي بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
خو په ننګرهارکې سيمه ييز مقامات ډار اچوونکي د هغه مسوول بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته