امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي په لوګرکې ونيول شول

کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
دوه تنه ماين ښخوونکي نن د لوګر ولايت په مرکز کې د ماين دښخولو په وخت کې ونيول شول.
د لوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې ددغه ولايت پوليسو دوه تنه ماين ښخوونکي چې غوښتل يې د پل علم ښار يوه واټ ته څېرمه ماين ښخ کړي، ونيول.
ده زياته کړه چې دغه ماين د امنيې قوماندانۍ د انجينری ټيم له خوا شنډ کړاى شو.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته