ټولنه

د کار او ټولنيزو چارو وزارت: اتيا زره جعلي کارتونه پيژندل شوي دي

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو وزيرې د معلولينو او د شهېدانو د وارثانو د حقوقو د ورکولو په سيستم کې د پراخ فساد له شتون څخه پرده پورته کړه او ويې ويل: ترسره شوې څيړنې ښيي چې په تيرو دريو کلونوکې څه د پاسه ٨٠ زره  تنه د کارتونو اخستلو ته نه دي حاضر شوي او دا د دې څرګندوى دى چې دا هغه کسان وو چې موجود نه وو او کارتونه يې په جعلي ډول اخستل شوي او د معلولينو حقوق يې خوړلي دي.
ويل کيږي چې دغوکسانو په تيروکلونوکې په مليونونو افغانۍ د شهيدانو د وارثانو او د معلولينو له حقوقو او امتيازونوڅخه په خپلو جيبونوکې تخته کړي دي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او دمعلولينو وزيرې ډاکترې نسرين اورياخيل نن د معلوليت لرونکو اشخاصو د ټولنيزې شورا د شتون د اعلامولو په غونډه کې  د خبرو په ترڅ کې وويل: له بده مرغه دغه مسئله ښيي چې د معلولينو او د شهيدانو د وارثانو د حقوقو د ورکړې سيستم په فوق العاده ډول زوړ دى او جدي څيړنې ته اړتيا لري.
دې زياته کړه: په اوسني بانکي کولو سيستم کې زه ډاډمنه يم چې په هغه کې ځينې ستونزې شته. په تيرو دريوکلونوکې څه دپاسه٨٠ زره تنه دې ته نه دي حاضر شوي چې کارتونه واخلي، په دې مانا چې دوى هغه کسان وو چې موجود نه وو او کارتونه يې په جعلي ډول اخيستل شوي او د معلولينو او د افغانستان د خلکو حق يې  خوړلى دى.
اوريا خيل وويل: نږدې ٦٠٠ تنه  دغه شان کسان پيژندل شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
مخکې له دې له اداري فسادسره د مبارزې خپلواکو بنسټونو هم د معلولينو او د شهيدانو د وارثانو  په  مليونونو ډالرو حقوقو د مزې چړچې کولو خبرورکړى وو.
له اداري فسادسره د مبارزې د څيړنې او څارنې خپلواکې کميټې دوه مياشتې مخکې د يو  رپوټ په خپرولو سره وويل: د دغې ادارې  څيړنې ښيي چې په کال کې د شهيدانو د وارثانو او د معلولينو له ٥٠ څخه تر ٦٠ مليونو ډالرو پورې حقوق د مافيا جيبونو ته ځي .
د دغه رپوټ له مخې: د افغانستان د شهيدانو او معلولينو په وزارت کې يوې مافيايي ډلې حالت په داسې ډول پيدا کړى دى چې هغوى ته د فساد او لوټمارۍ  فرصت برابر شي .
نړيوال بان درې کاله مخکې د معلولينو او د شهيدانو د وارثانو د حقوقو د ورکړې   په سيستم کې د اصلاح لپاره يوه پروژه تمويله کړه چې دهغې له مخې ددغوکسانو حقوق په الکترونيکي ډول ورکول کيږي .
خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو وزيره وايي: د څه دپاسه  ٨٠ زرو  ټوکو جعلي کارتونو شتون د دې څرګندوى دى چې دغه سيستم هم شفاف نه دى او بيا څيړنې ته اړتيا لري.
دې وويل: موږ غواړو چې د بايمتريک سيستم جوړکړو او د معلوليت له ټولنې او د کار او ټولنيزو چارو وزارت له ټولو مراجعينو سره د پرسونل ارتباط کم کړو چې فساد کم شي .
وروستۍ پريکړه هم دا وه چې د وزارت  په دروازه کې کومکي ميز جوړ کړو او وخت ورکړو چې د يوه معلول سندونه بايد په څومره وخت کې خپل وروستي پړاو ته ورسيږي  .
تر اوسه پورې په هېوادکې د معلولينو او د شهيدانو د کورنيو  د شمېر دقيق ارقام شتون نلري او داسې ارقام چې د ملي او نړيوالو بنسټونوله خوا خپريږي؛ توپير لري.
اوريا خيل وايي: د معلولينو او د شهيدانو د وارثانو او د متقاعدينو د دقيق شمېر   او د اطلاعاتو د ثبت مرکز جوړول په ټول هېوادکې هغه مهمې مسئلې دي چې ورباندې کار کوي او دغه مسئله به د دغوکسانو د حقوقو د ورکړې د بهير په شفاف کولوکې زياته مرسته وکړي.
د هېواد د وروستيو څلويښتو کلونو جګړو د هر معلول او د هر شهيد د وارث مياشتنى معاش ٥٠٠٠ افغانۍ دى چې کال په کال ورکول کيږي .
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو وزارت چارواکي وايي چې همدا اوس١٤٥زره تنه معلولين له دغې ادارې څخه معاش اخلي چې د معلولينواو د شهيدانو  د وارثانو  رښتينى شمېر له دغه شمېر څخه  لوړ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته