امنیت

اووه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
اووه  ديرش تنه  وسله وال طالبان په  تيرو ٢٤ ساعتو کې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ووژل شول.
د کورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو   د ننګرهار ،  زابل   ، لوګر خوست ،  پکتيا ، هرات ،  هلمند او دنيمروز د ولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې اووه ديرش تنه وسله وال طالبان  ووژل شول ،اته تنه ټپيان او شپږ تنه نوريې ونيول شول .
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوي دي ديوبل خبرله مخې  :  امنيتي ځواکونه په تيرو ٢٤ ساعتو   کې د ٧٧   ماينونو  په کشفو او شنډولو بريالي شول .
دغه ماينونه دتخار ، قندهار ، ارزګان ، هلمند او دنيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې نوې دوسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوى وه چې دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول او دخونړيو پيښو مخه   ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته