سیاست

جمهور رئیس غني: د ننګرهار د ولسونو په ځانګړي ډول د شینوارو او مومندو د مننې لپاره راغلی یم

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته د سفر په جریان کې نن غرمه په غني خېلو ولسوالۍ کې د اچین، نازیانو، مومند درې او غني خېلو له مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د ننګرهار د ولسونو، ملکي ادارو او امنیتي ارګانونو ښه همغږي، همکاري او ظرفیتونه موږ ټولو ته د لا ښه خدمت مورال راکوي.
هغه زیاته کړه، ستونزو ته به معقولې لارې ولټوو، د ولس وحدت به وساتو، ننګرهار او افغانستان به په ګډه په خپل فکر او مټو ابادوو.
ورپسې ملک نذیر د ولسونو او حاجي معاون د ولسي پاڅون کوونکو په استازیتوب جمهوررئیس ته ښه د راغلاست ترڅنګ وویل، خوښ یوو او ویاړو چې د افغانستان  په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره جمهوررئیس شینوارو ته تشریف راوړي. تاسو نن داسې سیمې ته راغلي یاست، چې څه موده وړاندې ولسوال د ولسوالۍ له کلا څخه نشو راوتلی.
هغوی د دغو سیمو په تصفیه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسونو د مبارزې او سرښندنو قدرداني وکړه او په ټینګار یې وویل: موږ هماغه باعزته او تلپاتې سوله غواړو چې تاسو یې غوښتنه کوئ.
یادو مشرانو وویل، شورویانو پر افغانستان د یرغل پرمهال یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړل او دلته یې ماتې وخوړه. هغوی افغانستان ته سوله نه راولي، بلکې د غچ اخیستو په فکر کې دي او نه هم د مسکو سوله او موقت حکومت د افغانستان په ګټه دي.
دوی وړاندیز وکړ، چې د سولې د مذاکراتو لپاره په کابل کې طالبانو ته دفتر ورکړئ. هغوی یو ځل بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او سرښندنو قدرداني او د ولسي پاڅون کوونکو د تمویل او ملاتړ وړاندیز وکړ.
جمهوررئیس غني د ننګرهار د ولسونو تود هرکلي څخه په مننې وویل، زه نن د ننګرهار د ولسونو او په ځانګړي ډول د شینوارو او مومندو د مننې لپاره راغلی یم، چې یو ځل بیا یې د خپلو مېړنیو نیکونو په څېر د افغانستان شمله هسکه کړه. زه او ټول افغانان درباندې ویاړو.
جمهوررئیس څرګنده کړه، غواړم له همدې ځایه ټول افغانستان ته مبارکي ووایم. هغه توره ورېځ او غبار چې خلکو فکر کاوه، خلاصی او ورکاوی نه لري، د ننګرهار د ولسونو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو له برکته ورک شو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د ننګرهار د ولسونو اتلولي یوازې د ننګرهار نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی، ځکه چې ولسونه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه د دښمن پر وړاندې ودرېدل.
جمهوررئیس غني وویل، پخوا همغږي نه وه، مګر اوس له ولسونو او د دوی له واقعي مشرانو سره د کار کولو په پایله کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همغږي او همکاري رامنځته شوې. هغه زیاته کړه، په هلمند، کاپیسا او ټول افغانستان کې دغه معادله عملي او بریالي کېدلی شي.
محمد اشرف غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان، د ننګرهار امنیه قومندان او د امنیت رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې هم یې په خپل منځ کې او هم یې د ننګرهار ولسونو سره د وروڼو په څېر ګډ کار او همکاري وکړه. هغه د ټولو شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی سرښندنې به هیڅ وخت هم هېرې نشي.
جمهوررئیس وویل، موږ سوله مکه معظمه کې غواړو، هغه خوږه ده که مسکو؟ ولس وایي: مکې معمظې ته نه ولاړل او مسکو ته لاړل. هیله ده چې د ولس دې پوښتنې ته ځواب ووايي.
هغه زیاته کړه، تلپاتې او باعزته سوله راتلونکې ده او زه تل حاضر یم چې دغسې سولې ته خپل سر نذرانه کړم.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، هغوی چې وایي د سولې لپاره څوکۍ قرباني کړه، نو څوکۍ خو مې د پلار او نیکه جایداد نه، بلکې د ولس امانت دی او اختیار یې هم له ولس سره دی.
هغه زیاته کړه، ځینې ګاونډیان وایي: داسې افغانستان غواړو چې اشرف غني نه وي په کې، خو دوی له اشرف غني نه، بلکې د هغه له مغزو او تدبیر وېره لري.
محمد اشرف غني وویل، اوبه او جلغوزي یې د پلار او نیکه دي چې دعوه پرې کوي او که زموږ دي. هغه په ټینګار سره وویل، افغانان د عزت خلک دي د عزت ژوند او باعزته سوله غواړي، ځکه چې په باعزته سوله کې د ټولو ښېګڼه او عزت خوندي دی.
جمهوررئیس وویل، طالبان دې د سولې د مذاکراتو لپاره کابل ته راشي، دفتر هم ورکوو او امنیت یې هم ساتو. د کوچني اختر د اوربند په څېر به دا هر څه سم مدیریت کړو. هغه زیاته کړه، موږ واحد ملت یوو او دا وطن کوم بهرني د قرارداد په اساس نه دی  جوړ کړی، دا زموږ نیکونو د خپلو وینو او سرښندنو په قېمت پاللی او ساتلی.
د هېواد جمهوررئیس وویل، په عمل کې مې ټولو ته ثابته کړه چې موږ د اسیا زړه او څلور لاره یوو. پخوا به یې چې تورخم بند کړ، نو په کابل کې به لړزه وه، خو که اوس یې موږ وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږي، خو موږ دا کار ځکه نه کوو چې موږ د فصل نه، د وصل خلک یوو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، ولسمشري د ولس په رایه او اراده ده، څوک چې د ولس د خدمت تګلاره ونه لري، ولس به یې مننه وکړي، خو رایه به ورنه کړي، د ولسواک نظام ښېګڼه همدا ده چې د ولس اراده او ثبات په کې دی.#
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته