سیاست

دافغانستان اوامريکا دملي امنيت سلاکارانو دهمکاريو دپراختيا په باب خبرې وکړې .

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دافغانستان دملي شورا سلاکار محمد حنيف اتمر تير ماښام دويديو کنفرانس له لارې دامريکا دمتحده ايالاتو دملي امنيت له سلاکار جنرال مک ماستر  سره ددغه هېواد دمرستو دپراختيا په باره کې خبرې وشوې .
دملي امنيت دشورا مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دواړو  لوړو  دافغانستان دامنيت په باره کې هراړخيزې خبرې وکړې او په افغانستان کې يې دامنيت دټينګښت په اړوند خپلې نظريې  بيان کړې او دغه راز له افغانستان سره دامريکا دملکي اونظامي مرستو دښه والي او هم دبيړنيو اړتياوو دتشخيص او دهغوى دڅيړنې او حل کولو په باب خبرې وکړې .
دافغانستان او امريکا  دملي امنيت سلاکارانو دافغانستان په ملکي  او پوځي برخو کې  اصلاحات مهم وبلل او دواړه لوري په دې نظر و چې په ملکي اوپوځي  برخو کې دمثبتواصلاحاتو رامنځته کول کيداي شي  داداري فساد په وړاندې دمبارزې ښې  حکومتوالۍ او دسالم مديريت  هدف ته په رسيدو کې مرسته وکړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت  دشورا سلاکار محمد حنيف اتمر هم دسيمه ئيزو سياسي او امنيتي همکاريو دښه  والي په باره کې هم خبرې وکړې .  ده وويل چې دامريکا متحده ايالات کولى شي دسيمه ئيزو همکاريو په برخه کې  مرسته وکړي چې په سيمه کې دسولې ، امنيت او ټيکاو په موخه دهمکاريو دلازياتې پراختيا لرليدپياوړي کړي .
دامريکا  دملي امنيت سلاکار جنرال مک ماستر  افغاني لورې ته ډاډ ورکړچې دامريکا دمتحده ايالاتو دولت اوخلک  دافغانانو دروا مبارزې  او دتروريزم  په وړاندې  ددوى دهڅو بشپړ ملاتړ کوي .
په دې ويديو کنفرانس کې دعلاقې وړ يولړ نوروموضوعګانو په باب هم خبرې وشوې .
  ختم_  عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته