امنیت

په غزني کې امنيتي او دفاعي ځواکونه وستايل شول

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۸ مه
د کب د مياشتې  (۹) مه په هېواد کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ پرون په غزني ولايت کې ونمانځل شوه .
  دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغو مراسموکې چې په همدې مقصد د غزني ولايت د مقام په انګړ کې د پوځي او ملکي مسوولينو، ديني عالمانو، خلکو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون  پرځاى شوي و؛ د غزني والي وحيدالله کليمزي دفاعي او امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې وويل: دښمن  ستاسو له توپونو، ټانکونو او الوتکو څخه  ويره نه لري، بلکې ستاسو د ميړانې، غيرت او هېوادپالنې څخه  ډاريږي.
د غزني ولايت امنيه قوماندان داوود تره خيل د امنيتي او دفاعي ځواکونو له اتلواليو  څخه په قدردانۍ سره وويل چې د خلکو له همکارۍ پرته د امنيت تامينول امکان نه لري .
ده له خلکو څخه وغوښتل چې د خپل ښار او کليو د امنيت د تامينولو لپاره  د امنيتي او دفاعي ځواکونو له ليکو سره يوځاى شي .
د دغو مراسمو په پاى کې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د ګلانو دګيډيو او ستاينليکونو په ورکولو سره د هغوى درناوى وشو.  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته