امنیت

دزابل دولايتي شورا په رييس دطالبانو ناکام بريد.

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٩  :
دزابل دولايتي  شورا درييس دترور لپاره   دطالبانو طرحه ناکامه شوه.
وسله والو  طالبانو نن د شاه جوى ولسوالۍ  په شاه حسن کلي کې په  حاجي عطاجان حق بيان بريدوکړ .  خو ويل کيږي  چې په دې پيښه کې ده ته زيان نه دى اوښتى .
دزابل ولايت يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې په دې وسله وال بريد کې ددغه ولايت  دولايتي شورا رييس ته زيان نه دى اوښتى.
ده وويل چې  دوه تنه يرغلګر دپوځيانو په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.
دزابل ولايت  امنيتي مقامات وسله وال طالبان  په  حاجي  حق بيان د ناکام  ناوړه قصد عامل بولي او وايي   چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :  درې تنه وسله وال طالبان په  زابل ولايت کې  دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
دغه طالبان نن  په شاه جوى ولسوالۍ کې  په خپل پټنځي کې کله يې چې په ښکاره دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد لپاره تيارى نيوه  دپوځيانو دډزو له امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته