ورزش

د تنکيو ځوانانو د فوټبال سياليو په هرات ولايت کې دوام وموند

کابل باختر د کب لسمه :
په هرات ولايت کې له څوارلس کلنى څخه ښکته د تنکيو ځوانانو د فوټبال سياليو پرون په پنځو لوبو سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې دکهسان، آزادي، آرش او پيمان ټيمونه پر خپلو سيالانو بريالي شول.
دغه راز د استقلال  او جامي ټيمونو د دوو په مقابل کې په دوو سره لوبه برابره پاى  ته ورسوله.
دغه سيالۍ د يو ويشتو ټيمونوترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې هره ورځ په پنځو لوبو سره دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته