امنیت

په ارزګان ولايت کې دطالبانو له منګولو څخه دملي پيوستون دکارکوونکوخوشي کېدل

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

پوليسو په ارزګان ولايت کې پرون دملي پيوستون درې تنه کارکوونکې دطالبانو له منګولو څخه وژغول.

دارزګانولايت دامنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي مدير سمونوال ګلاب  جان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل وسله والو طالبانو دملي پيوستون  درې تنه کارکوونکې چې ديوې پروژې پيسې يې دارزګان ولايت دچوري ولسوالۍ ته وليږدوي وتښتول.

ده زياته کړه وسله والو  طالبانو له دوى څخه پيسې هم اخيستي دي خوپوليسو دعملياتو په ترسره کولو سره هم کارکوونکې او هم پيسې دوسله والو طالبانو له منګولو څخه وژغورلي .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې  دوه تنه طالبان له دوه وسلو اويوې اندازي مهماتوسره  هم ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته