ټولنه

‏ ديو والي اوپيوستون په نامه دمهربانيو جشن په پروان کې جوړ شو .

کابل باختردثور  دويمه :
ديو والي اوپيوستون  په نامه دمهربانيو جشن په پروان ولايت کې جوړ شو .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دمدني ټولنې او دجيلاني دخيريه بنسټ له خوا دچاريکارو ښار دارغوان په غونډې کې جوړه شوې وه سيمه ئيزو مسوولينو په ملي شورا کې او دپروان په ولايتي شورا کې دخلکو استازو او ددغه ولايت يوشمير خلکو پکې ګډون کړى و .
په دې غونډه کې دپروان والي محمد عاصم عاصم دهېواد له ټولو خلکو او په تيره بيا دپروان له خلکو څخه وغوښتل چې قومي اوژبني  تعصبات يوې خوا ته پريږدي  او دخلکو ترمنځ دسولې او ديو اوبل دمنلو فضا رامنځته کړي .  دحمايت دبنسټ مسوول او ددغه پروګرام يو تن ملاتړ کوونکى عبدالبصيرتوانا وويل : د مهربانيو  جشن په سيمه کې دسولې اوثبات او دهېواد خلکو ته د امن فضا دملاتړ او رامنځته کولو په مقصد جوړ شوى دى .
دغه راز په دې غونډه کې  نورو ويناوالو ددغه شان پروګرامونو جوړول له جګړې ، ناامني او قومي تعصباتو  څخه دهېواد دخلکو ژغورنه او پيوستون او دهمدلي درامنځته کولو په خاطر دخلکو پيوستون وباله .
دمهربانيو جشن دسولې له ملاتړ او دخلکو ترمنځ دپيوستون درامنځته کولو په مقصد په داسې حال کې په پروان ولايت کې  ترسره شو. ويل کيږي چې تيرکال  دمهربانيو جشن ددغه ولايت دزده کوونکو په ملاتړ دجيلاني  دخيريه بنسټ له خوا دنورو مرستندويو موسسو په همکارۍ  جوړ شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته