امنیت

په ارزګان کې ددوووسله والو طالبانو نيول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دوه تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې دافغان ځواکونو دپلټنې په عملياتوکې ونيول شول.

پوليس وايي  چې دغه طالبان يې پرون مازيګر دترينکوټ ښار په مربوطاتو کې  له يوپټنځاى څخه نيولي دي .

دارزګان پوليسو دباختر خبري اژانس ته دخبر پاڼې په ليږلو سره ويلي دي  چې دغه طالبان  دڅو تروريستي پيښو دطرحه کولو په حال کې و چې دکشفي معلوماتوله مخې ونيول شول .

خبرپاڼه زياتوي  چې دددغو دوو تنو وسله والو طالبانو دنيولو عمليات له کومي نښتي پرته ترسره شول.

له دغو طالبانو څخه يوه اندازه وسلې  هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته