ټولنه

د پروان د پاسپورت په اداره کې ګڼه ګوڼه ډېره زياته ده

کابل /د ليندې ٢١مه /باختر
په داسې حال کې چې په پروان کې د پاسپورت د غوښتونکوشمېر زياتېږي، خومسوولين وايي چې د روان کال تر پاى پورې نوي غوښتن ليک نه منل کېږي.
دغه مسوولين وايي چې د راتلونکو دريو مياشتو په بهيرکې ټاکل شوې ده پخواني غوښتن ليکونه وڅېړل شي .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ هره ورځ په زرګونه تنه د پروان د پاسپورت د ادارې په وړاندې په ليکه کې ولاړ وي.
هغوي د پاسپورت په ادارې په انتقاد سره وايي چې دغه اداره له دوو ورځو راپديخوا نوي غوښتن ليکونه نه مني.
د پروان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس او د والي وياند شمس الحق مبشر باختراژانس ته وويل: دوى هلې ځلې کوي چې د روان کال ترپاى پورې د پاسپورت هغو زرګونو غوښتونکو ته چې پخوا يې غوښتن ليکونه ورکړي دي پاسپورتونه وويشي.
هغه وويل، نوي غوښتن ليکونه د راتلونکې کال په پسرلۍ کې منل کېږي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته