ټولنه

شپږ تنه په سمنګانوکې په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٧مه/باختر
په سمنګانوکې پرون مازيګر په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول.
د کوز دره صوف ولسوال عبداليقين احمدي باختر آژانس ته وويل چې پېښه د سمنګانو د کوز دره صوف ولسوالۍ او د مزارشريف ښار ترمنځ په بلوڅ سيمه کې رامنځته شوه چې په پايله کې د يوې ښځې په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول او يوتن بل ټپي شو.
احمدي د پېښې لامل د چلوونکي ګړندي تګ او بې احتياطي وبلله.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته