نړۍ

دجمهوريت غوښتونکو له مشرانو سره د اوباما خبرې له موافقې پرته پاى ته ورسيدي .

کابل باختر د تلې  ١٩ :
سپينې ماڼۍ  اعلام کړى دى چې دامريکا دجمهور رييس بارک اوباما او ددغه هيواد په کانګرس کې دجمهوريت غوښتونکو دمشرانو ترمنځ خبرې دځينو دولتي ادارو دتعطيلي  دپاى ته رسولو  په لاره کې دحل دلارې د رسيدو په خاطر له موافقې  پرته پاى ته ورسيدې .
داستازوپه مجلس کې دجمهوريت  غوښتونکو مشر اريک ګنتر  دغه خبرې  ډيرې ګټورې  وبللې  او ويې ويل  چې دتيرې  شپې خبرې بايد په راتلونکي  کې دوام ومومي .
بارک اوباما دټولنيزو بيمو لپاره څه دپاسه  يوه اوونۍ کيږي  چې خپله رخصتي  تيروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته