امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

قندهار باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
ديارلس  تنه وسله وال طالبان  په قندهار ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې ووژل شول.
دغه طالبان نن سهار په سپين بولدک  ولسوالۍ  او دقندهار ښار ته څيرمه هغه وخت ووژل شول  چې دغوښتل يې دپوځيانو په کاروانونو بريدونه وکړي.
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې په دغو  جګړو کې  ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان  له بريد مخکې هغوى په طالبانو ډزې وکړې.
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې په قندهار ولايت کې پوځيانو ديولړ چاودنو مخه نيولې ده .
درارسيدلو خبرونوله مخې  پوځيانو  نن سهار دقندهار ولايت په ګڼ ميشتولارو  او سيمو کې   اووه ماينونه کشف اوشنډکړي دي.
دقندهار ولايت پوځي مقامات وسله وال طالبان ددغو ناکامو بمي بريدونو عامل بولي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته