فرهنګ

دسياحتي شرکتونو اتحاديي جواز ترلاسه کړ .

کابل باختر د ثور ٥

  دحج او عمري سياحتي ، زيارتي  او خدماتي شرکتونو اتحاديي نن  د افغانستان  دسوداګرۍ او صنايعو له خونوڅخه دفعاليت جواز ترلاسه کړ .

  دباختر اژانس  دخبر له مخې،  په هغې غونډه کې چې له همدې  امله په صافي لند مارک  هوټل کې  جوړه شوې  وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل  غلام نبي فراهي خبرې وکړې او وي ويل  دسياحتي  او زيارتي  شرکتونو دخدمتونو دوړاندي کولو په کار کې زياتي ستونزې شته او همدغه ستونزې  ددې سبب   شوي  دولت تصميم  ونيسي چې دغه شرکتونه دتيرکال د فرضي  حج  له بهير  څخه حذف کړي  .

 فراهي  زياته کړه : داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغو شرکتونو ته چې دفعاليت جواز ورکوي  دهغوى کار او فعاليت هم څاري  زموږ هيواد زياتي توريستي او تاريخي  سيمې لري او تاسي کولاي شي په افغانستان کې د ګرځندوي  په  وده کې  ښه رول ولوبوي .

 وروسته دحج او اوقافو وزارت معين مولوي عبدالحکيم منيب  د خبرو په ترڅ کې  وويل ،دغه اتحاديه کولاي شي  دسياحتي اوزيارتي شرکتونو دموجودو ستونزو په حل کولو کې  له يوې واحدي پتي  څخه عمل وکړي  او دحج او اوقافو وزارت د حج  په مراسموکې ستاسو له کار سره  کومه ستونزه نه لري که چير ي دفرضي حج کميسيون تاسو ته ونډه  درکړي .

 دغه راز دافغانستان دسوداګرۍ  او صنايعو دخونو دعامل هيئت رييس قربان حفجو  وويل  پخوا ټولو سياحتي اوزيارتي شرکتونو په  خواره واره  ډول فعاليت کاوه خو اوس دسياحتي اوزيارتي شرکتونو اتحاديي له يو واحد آدرس  څخه فعاليت کوي .

  حج او اعمري دسياحتي اوزيارتي  شرکتونو داتحاديي  رييس حاجي  حسن زي  حسنيار  وويل همدا اوس کابو  ٦٠٠ شرکتونه په دغي اتحاديي کې غړيتوب لري او دوه زره  تنه په دغو شرکتونو کې هيوادوالو ته دخدمتونو په وړاندي کولو  بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته