ښوونه او روزنه

جمهورريیس غني د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل

کابل/د لړم ٢٤مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني  پرون ماښام د هېواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول، جمهورريیس غني د هېواد د تحصیلي نصاب د بیا کتنې په برخه کې له اړوندو بنسټونو مننه وکړه او ويې ویل: د بشري پانګې ایجادول اساسي او مبرمه مسئله ده.
هغه زیاته کړه: اساسي قانون هغه میثاق دی چې موږ یې له یو بل سره پېوند کړي یوو او هغه مسلکي کدرونه چې له پوهنتونونو فارغېږي؛ باید د هېواد اساسي قانون بنیادي درک کړي.
جمهورريیس وویل: په پوهنتونونوکې تعصب، تبعیض او تفرقه ځای نه لري او باید د هېواد اکاډمیک بنسټونه د ملي وحدت ممثل واوسي.
جمهورريیس غني د پوهنتونونو او ټولو علمي مرکزونو د کیفیت پر ارتقا ټینګار وکړ او ويې ویل: په وړاندې شوي تحصیلي نصاب کې منابع کمزورې دي او باید د لوړو زده کړو وزارت له نورو وزارتونو او ادارو سره په ګډه د تحصیلي نصاب د پیاوړتیا په موخه رغاونکی بحث پیل کړي.
جمهورريیس څرګنده کړه: د ظرفیت جوړولو مرکز دې پوهنتونونو ته ولېږدول شي چې د مسلکي کدرونو د تربیې یوه واحده منبع ولرو.
د هېواد جمهورريیس وویل: په دې اړه چې ټکنالوژي د راتلونکي مسیر مشخصوي؛ واضح اجماع موجوده ده او موږ باید پر ټکنالوژۍ د پوهنتونونو د سمبالولو په برخه کې عملي اقدامات وکړو او په نوې ټکنالوژۍ د پوهنتونونو عیارول دې د راتلونکي کال په بودجه کې په پام کې ونیول شي.
هغه د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د کیفیت لوړلو په برخه کې دې خپل وړاندیزونه زیات کړي او د قانونون د حاکمیت او بشري سرچینو عالي شوراګانو کې دې د لوړو زده کړو وزارت پر لومړیتوبونو زیات بحث وشي.
جمهوررييس غني څرګنده کړه: د کیفیت او کمیت ترمنځ تعادل نشته او په راتلونکو کلونو کې دې د کیفیت پر لوړولو تمرکز زیات شي.
جمهورريیس پر دې په ټینګار چې باید تحصیلي رشتې د کار د بازار پر بنسټ عیارې شي؛ وویل: د پوهنتونونو فارغان چې په اداروکې استخدامېږي؛ باید د رهبرۍ او مدیریت ترڅنګ د ټکنالوژۍ مهارتونه هم ولري.
جمهورريیس په پوهنتونونوکې د افغانستان پر پېژندنې ټینګار وکړ او ويې ویل: پوهنتونونه او دولتي ادارې باید ځانونه د واحد دولت-ملت جز وګڼي او ګډ کار وکړي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: د قانون حاکمیت او پر وړاندې پراته خنډونه یې بحث ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: د ځوان نسل د تربیې لپاره باید د راتلونکي کال په بودجه کې واضح تخصیص ولرو او غواړم بودجه د دولت پر اصلي دندو تمرکز ولري.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د اصلاحاتو پر وړاندې مخالفت ځای نه لري او دولت به د ځوان نسل په حق کې جفا ونه کړي.
په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي د هېواد د لوړو زده کړو تحصیلي بنسټونو ته د جمهورريیس د پاملرنې مننه وکړه او د تحصیلي نصاب د بیا کتنې پر کار، د لومړیتوبونو پر تعیین، د تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړولو، په تشکیلاتي جوړښت کې د اصلاحاتو، د تقنیني اسنادو بیا کتنې، الکترونکې روزنې، انډوليز انکشاف ته د پاملرنې او علمي تحقیق او تولید په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي د هېواد له عدلي او قضایي ارګانونو سره د لوړو زده کړو وزارت د معنا داره اړیکې د ایجاد په خاطر خوښي وښوده او د عدلي او قضایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د تحصیلي بنسټونو رول مهم او ارزښتناک وباله.
په همدې ترتیب د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور هیله وښوده چې په نوي تحصیلي نصاب کې دې د عدلي او قضايي ارګانونو اړتیاوې په پام کې ونیول شي.
په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د انکشاف ريیس خواجه زبیر صدیقي د هېواد د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او انکشاف ملي برنامې د معرفي په اړه خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ.
د دغو مراسمو په پای کې د هېواد جمهورريیس په داسې حال کې چې یو شمېر دولتي مقاماتو یې ملتیا کوله؛ د هېواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل.#
پاى/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته