خبرونهامنیت

د پاکستاني او چچني جکړه مارانو په ګډون په لسګونو طالبان ووژل شول

کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
په داسې حال کې چې د ملي امنيت ځانګړي ځواکونه په قندهار کې د ډار اچونې پرخلاف عملياتوکې بوخت دي پوځي مقاماتو د پاکستاني او چچني جګړه مارانو په ګډون د لسګونو وسله والوطالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
بهرني جګړه ماران زياتره د طالبانو د ډلې افرادو ته د ماينونو او بمونو د جوړولواو ښخولو او د وسله والوطالبانو د لارو چارو په روزنې بوخت دي.
دغه عمليات دوه ورځې مخکې دهېواد دهوايي ځواکونوپه ملاتړ د پنجوايي ولسوالۍ په ځينو سيموکې چېرته چې په دې وروستيو وختوکې د بهرنيوجګړه مارانو په ګډون د وسله والوطالبانو د شتون او فعاليتونو ډګر دى ، پيل شوى دى.
په قندهار کې د ملي امنيت د صفر-٣ قطعې يوخبرځاى باختراژانس ته وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې ٧٠ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.
هغه وويل په وژل شويو کسانوکې ٣ پاکستاني او ٣ چچني جګړه ماران هم شامل دي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دغه بهرني جګړه ماران په قندهار کې وسله والو طالبانوته د ډار اچوونکو بريدونو او د ماينونو او بمونو د جوړولو اوښخولو د لارو چارو په زده کړې بوخت دي .
مخکې له دې تېره مياشت د قندهار امنيه قوماندان جنرال تادين خان د هېواد په جنوب کې د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو جګړه مارانو د شتون د زياتوالي خبرورکړى و.
هغه ويلي و چې دغه بهرني جګړه ماران په القاعده شبکې پورې تړلې دي چې طالبانو ته د بمونواوماينونو د جوړولو او د ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو او د وسلو د استفادې لارې چارې زده کوي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جګپوړو پوځي مقاماتو په وروستي يومياشت کې ٢ ځلې ادعا وکړه چې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د القاعده د شبکې څو غړي چې د طالبانو سره کار کوي ووژل شول.
داپه داسې حال کې ده چې د طالبانو ډله له امريکا سره د سولې د تړون له لاسليک کولو وروسته د القاعده په ګډون له نړيوالو تروريستي شبکو سره خپلې اړيکې ردې کړي .
د امريکا او طالبانو د سولې په تړون کې ويل شوي دي چې د طالبانو ډله د القاعده په ګډون د نړۍ له ډار اچوونکو ډلو سره خپلې اړيکې بندې کړي او د تاوتريخوالي په کمښت او د سولې په خبرو اترو کې په مثبت ګډون سره اقدام وکړي
ختم –ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته