نړۍ

په اروپاکې د دفاعي ځواکمني په پياوړتيا د ناټو ټينګار

بروکسل-بى بى سي- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان (ناټو) په اروپاکې د خپل دفاعي ځواکمنۍ د پياوړتيا خبر ورکړ.
د ځواکمنى دغه پياوړتيا په اوکراين د روسيې د تحرکاتو په غبرګون کې شوې ده.
ناټو اعلام وکړ چې په اروپاکې د دغه سازمان د پوځي شتون پياوړتيا له روسيې سره په شويو موافقو ترسره کيږي.
دغه خبره له هغه وروسته خپور شو چې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په اروپاکې د پوځي شتون د پياوړتيا لپاره د امريکا د يومليارد ډالري تخصيص د طرحې خبر ورکړ.
روسيې پخوا اعلام کړى و: د اروپا په ختيځ او مرکزکى د ناټو د پوځي شتون د پياوړتيا په صورت کې به له دغه سازمان سره د خپلې همکارۍ هغه موافقه ليک پاى ته ورسيږي چې په ١٩٩٧ ميلادي کال لاسليک شوى و .
د ناټو تړون په روسيې په اوکراين کې د بيلتون غوښتوونکو د ملاتړ تور لګوي، خو روسيه دغه تور رد کړى دى.
روسيې د تېرکال دکب په مياشت کې د لويديځو هيوادونو له سختو نيوکو سره سره ، د اوکراين په جنوب کې د کريميا تاپو وزمه له خپلې خاورې سره يوځاى کړه.
داپه داسې حال کې ده چې را رسيدلي خبرونه د اوکراين په ختيځ کې د اسلو يانسک په ښارکې د اوکراين د اردو او د روسيې پلويو پوځي مليشو ترمنځ د نښتو د دوام څرګندوى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته