فرهنګ

په اروپا کې ميشتو افغان فرهنګيانو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين وستايه

کابل باختر دوږي  نولسمه :
په اتريش کې  دافغانستان دفرهنګي کانونو رييس نن په اروپا کې دميشتو افغانانو دفرهنګيانو دستاينې  لوحه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي ته ورکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په اتريش کې دافغانستان دفرهنګي کانونو  او دغه راز د( بانو )  دفصل نامې دامتياز خاوند او مسوول مدير غوث الدين  مير  په کابل  کې په يوه غونډه کې په اروپا کې ميشت دافغانستان دفرهنګيانو دستاينې لوحه داطلاعاتو دازادبدلون ، دبيان دازادى دبنسټيز کيدو او درسنيو دفعاليتونو دقانونمند کولو په لاره کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د خپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي   دخدمتونو په درناوي ده ته ورکړه .
فاضل سانچارکي  دبيان او درسنيو ازادى د افغانستان داسلامي جمهوريت  يوه ستره  لاسته راوړنه وبلله او څرګنده يې کړه چې دقانون په چوکاټ کې دبيان او درسنيو ازادى سره  ملاتړ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له مهمو دندو څخه دى .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معين  دستاينې دلوحې دورکړې په خاطر  په اروپا کې دافغانستان له ميشتو فرهنګيانو څخه مننه وکړه
  ختم_   عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته