اقتصاد

د اقتصاد وزارت مسوولينو په پروان کې ټولګټې پروژې وکتلې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
د اقتصاد وزارت سرپرست نن د سروبي_جبل السراج سړک د جوړولو کار وکوت.
د چاريکارو له ښار څخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د اقتصاد وزارت سرپرست په داسې حال کې چې د پروان ولايت د سرپرست او د دغه ولايت د ولايتي شورا د رييس بهاوالدين جيلاني او نورو مسوولينو له خوا يې ملګرتيا کيدله؛ د جبل السراج ولسوالۍ د بازار په ساحه د سروبي – جبل السراج د سړک د جوړولو او د جبل السراج په غونډى کې يې د بريښنا د سب ستيشن د جوړولو کار وکوت او د دغو ټولګټو پروژو د کار د ګړندي کولو په خاطر يې د ساختماني شرکتونو د مسوولينو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته